هغه افغانان چې د طالبانو له راتګ وروسته کاناډا ته تللي، د حکومت او خلکو له دوه ګوني چلند سره مخ دي.

هغه افغانان چې د طالبانو له راتګ وروسته کاناډا ته تللي، د حکومت او خلکو له دوه ګوني چلند سره مخ دي.
12 اکتوبر 2022
د ځینو معتبرو سرچینو له قوله کاناډا کې له هغه افغانانو سره چې د طالبانو له راتګ وروسته له هیواده ووتل او کاناډا ته لاړل، د هغه ځای د حکومت او خلکو د دوه ګوني چلند سره مخ دي.
ویل کیږي هلته له دغه افغانانو سره چې په ډلییزو کمپونو کې پراته دي، د حکومت او عامه خلکو له لورې دوه ګونی چلند کیږي او دوی سره کړی ژمنې نه پوره کوي
په ورته مهال متحده عربي اماراتو په یو کمپ کې میشت هغه افغانان چې امریکا د طالبانو له راتګ وروسته امریکا ته د وړلو، په بهانه هلته میشت کړل، تر اوسه یې سرنویشت نه دی مالوم او بیا بیا د امریکا په وړاندې هلته کمپ کې لاریونونه کوي.
اړوند موضوعات
عرب متحده اماراتو ته لېږدول شویو افغانانو د نامعلوم برخلیک معلومولو لپاره لاریون کړی
د ځینو سرچینو له قوله یو شمېر افغان پناه غوښتونکو، چې د امریکا په انتظار د ابوظبۍ په یوه کمپ کې دیره دي، لاریون کړی دی. دوی د خپل نامعلوم راتلونکي د معلومېدو غوښتنه کوي. د دغو افغانانو شمېر شاوخوا دوو زرو ته رسیږي او وايي چې تر هغو به خپلور لاریونونو ته دوام ورکړي تر څو چې امریکا ته لېږدول شوي نه وي.





