عرب متحده اماراتو ته لېږدول شویو افغانانو د نامعلوم برخلیک معلومولو لپاره لاریون کړی

عرب متحده اماراتو ته لېږدول شویو افغانانو د نامعلوم برخلیک معلومولو لپاره لاریون کړی
امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر ۸۵ زره ډېر افغان کډوال امریکا ته لېږدولي او د ډېرو د منځني ختیځ او اروپا په هېوادونو کې د اوسېدو بهیر پرمختللی دی.
(2022 / 8 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په سلګونو افغان مهاجرین چې له کابل څخه د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته د ایستلو د بهیر په ترڅ کې لیږدول شوي، له څه باندې یوه کال راهیسې په بدحالۍ کې ژوند کوي او یو ځل بیا یې مظاهره وکړه او د هغوی د بیا سکرین کولو غوښتنه یې وکړه.
دوو اعتراض کوونکو پناه غوښتونکو د سه شنبې په ورځ (اګست ۲۳) رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د دوشنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه او سه شنبه د اګست په ۲۳مه په سلګونو افغان مهاجرینو د ازادۍ شعارونه ورکول.
د راپورونو له مخې په متحده عربي اماراتو کې زرګونه افغانان امریکا او یوه دریم هیواد ته د انتقال په تمه دي. له رویټرز سره شریک شوي انځورونه ښیې چې ماشومانو، ښځو او نارینه وو د ابوظبۍ په کمپ کې چې د اماراتو د بشردوستانه ښار په نوم هم یادیږي په مظاهرو کې برخه اخیستې وه.
اوس مهال په ابوظبۍ کې د تودوخې درجه ۳۸ درجې سانتي ګراد ده. یو هلک یو کوچنی بینر نیولی و چې پکې لیکل شوي وو: “یو کال بس دی!”، رویټرز زیاته کړه.
د متحده عربي اماراتو یوه چارواکي رویټرز ته په یوه بیان کې تایید کړې چې یو شمیر مهاجرین او پناه غوښتونکي د بیا میشتیدنې پروسې څخه ناهیلي شوي، او دا پروسه د هغه څه څخه ډیره ده چې متحده عربي اماراتو تمه درلوده.
د متحده عربي اماراتو دغه چارواکي ویلي، هېواد یې په ابوظبي کې د امریکا له سفارت سره کار کوي، څو د دغو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د اوسېدو بهیر ژر تر ژره ترسره شي.
د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، هېواد یې ژمن دی چې له امریکا او نورو نړیوالو شریکانو سره کار وکړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې د ایستلو په بهیر کې له افغانستان څخه رالېږدول شوي دي، په امن، امنیت او عزت کې ژوند وکړي.
د متحده ایالاتو سفارت د لاریونونو یا د بیا میشتیدنې پروسې په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې. په دغه مرکز کې د لومړي ځل لپاره د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د بیا میشتیدنې بهیر له بندیدو وروسته مظاهرې پیل شوې.
دغه لاريونونه د دې سبب شول چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو لوړپوړي چارواکي متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او هغه مهال يې ويلي وو چې دغه ټول افغان اتباع به د روان کال تر اګست مياشت پورې بېرته مېشت شي.
اړوند موضوعات:
د ابوظبۍ پنډ غالي کې لا هم لۀ افغانستان څخه ویستل شوي افغانان لاریون ته دوام ورکړی
د دغو افغان کډوالو د اوسېدو بهیر باید هغه مهال بیا پیل شي. هغه مهال په ابوظبۍ او شاوخوا سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره افغانان اوسېدل. امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تر ۸۵ زره ډېر افغان کډوال امریکا ته لېږدولي او د ډېرو د منځني ختیځ او اروپا په هېوادونو کې د اوسېدو بهیر پرمختللی دی.





