اسلامي امارت وایي د تیرې ادارې د سترې محکمې د مشر تدفین او تجهیز به په هیواد کې د اسلامي رسم سره ترسره شي.

0
188

اسلامي امارت وایي د تیرې ادارې د سترې محکمې د مشر تدفین او تجهیز به په هیواد کې د اسلامي رسم سره ترسره شي.

19 اکتوبر 2022

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت پخپله یوه تازه اعلامیه کې د تیرې ادارې د سترې محکمې د مشر د مړینې له کبله متحده عربي اماراتو کې خپل سفارت ته لارښوونه کړی؛ تر څو د مړي د لیږد په پروسه کې د کورنۍ سره مرسته وکړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې، چې خپل وطن ته د سترې محکمې د پخواني مشر قانونپوه سید محمد یوسف حلیم د جنازې د لېږد لپاره لازم اجراات وکړي.

 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متوفی د تجهیز، تکفین او تدفین مراسم به په هېواد کې له اسلامي او افغاني رسم سره سم ترسره شي.

 

اړوند موضوعات

محمد اشرف غني د پخواني قاضي القضات پر مړینې خواشینې ښودلې ده 

یاده دې وي چې د تیرې جمهوري ادارې د سترې محکمې رئیس سید محمد یوسف حلیم تیره ورځ متحده عربي اماراتو کې د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

Leave a reply