محمد اشرف غني د پخواني قاضي القضات پر مړینې خواشینې ښودلې ده
محمد اشرف غني د پخواني قاضي القضات پر مړینې خواشینې ښودلې ده
نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې له موقع نه په استفادې د هغه قربانیانوکورنیو ته هم تسلیت وړاندې کوم چې د هېواد په وروستیو بېلابېلو طبیعي او تروریستي پېښو کې یې خپل نږدې عزیزان له لاسه ورکړي دي او د خدای تعالی په دربار کې د دعا لاسونه لپه کوم چې هېواد ته مو سوله، امن او سوکالي په برخه شي.”
(2022 / 10/ 18 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د قاضي القضات محمد یوسف حلیم په مړينه خواشيني ښودلې
محمد اشرف غني په خپله فيسبوکپاڼه ليکلي چې: ” د افغانستان د مخکني قاضي القضات ارواښاد یوسف حلیم د افغانستان په بېلابېلو دورو کې په ډېر صداقت او ایماندارۍ دنده ترسره کړه او د افغانستان د قوانینو په تقنین او د عدلي او قضايي سکتور په اصلاح کې یې ډېره لویه ونډه درلوده، د ده ناڅاپي مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه بولم، د ده کورنۍ او دوستانو ته د زړه له تله تسلیت وړاندې کوم او ارواښاد ته د خدای تعالی په دربار کې د جنت فردوس دعا کوم.