جرمني هیواد د افغان کډوالو د منلو نوی پروګرام اعلان کړ.

0
95

جرمني هیواد د افغان کډوالو د منلو نوی پروګرام اعلان کړ.

18 اکتوبر 2022

جرمني هیواد د افغان کډوالو د منلو نوی پروګرام اعلان کړ، چې له مخې به یې دغه هیواد پخپل هیواد کې افغان کډوالو ته ځای ورکوي.

جرمني زیاته کړه چې ددې پروګرام له مخې له خطر سره مخ ۱۰۰۰ افغانان به هره میاشت جرمني ته استول کیږي او هلته به دوی ته استوګنه برابریږي.

په دغه پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې افغانستان کې یې ژوند خطر سره مخ دی او یا د خپلو فعالیتونو له امله ګواښل شوي.

ددې پروګرام پر اساس نوي کسان په خپله غوښتنه نه شي کولی بلکې د ځینو جرمني نهادونو له لوري د جرمني حکومت ته ور پیژندل کیږي.

اړوند موضوعات

هغه افغانان چې د طالبانو له راتګ وروسته کاناډا ته تللي، د حکومت او خلکو له دوه ګوني چلند سره مخ دي.

 

په دې ډله کې ځینې هغه کسان شامل دي، چې لا پخوا په ځینو لستونو کې ثبت شوي دي.

Leave a reply