د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات ۲۰۷ قول اردو له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره وکتل.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د هرات ۲۰۷ قول اردو له قومندان او یو شمیر مجاهدینو سره وکتل.
17 اکتوبر 2022
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د هرات ۲۰۷ الفاروق قول اردو له قومندان مولوي محمد ظریف او د دې قول اردو یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي محمدظریف مظفر د هرات د امنیتي وضعیت او یادې قول اردو د مجاهدینو په اړه خپل راپور د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، د دې قول اردو مجاهدین له لوړ مورال او روحیې څخه برخمن دي او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو اجرا ته تیار دي.
د ۲۰۷ القاروق قول اردو قومندان همدا رنګه د مجاهدینو د ثبت جریان، بایومتریک، استخدام او د رتبو تثبیت ته په اشارې د اسلامي امارت رهبري د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۷ الفارق قول اردو قومندان او مجاهدینو ته د ښه راغلاست پرمهال د مجاهدینو د هلوځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او ویې ویل، د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو له برکته نن زموږ هیواد او خلک د بشپړې خپلواکۍ او امنیت لرونکي دي.
نوموړي د مجاهدینو د ثبت، بایومتریک او استخدام په اړه وویل، د عالیقدر امیرالمومنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د لارښوونې مطابق ټول مجاهدین ثبت او بایومتریک کېږي او هغوی ته به د خدمت زمینه برابره شي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت اداري مرستیال د هرات ولایت یو شمیر علماؤ او سوداګرو سره وکتل.
همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، د مجاهدینو او علماوو د رتبو د تثبیت کار په جریان کې دی او د اړوندو مراجعو له لوري د ټولو سویه تثبیتېږي او تحصیلي اسناد به ورته ووېشل شي.






