د اتحاد العلماء غونډې ګډونوال وایي: علماء باید خپل هیوادونه د افغانستان د حکومت رسمیت پیژندنې ته وهڅوي.

0
154

د اتحاد العلماء غونډې ګډونوال وایي: علماء باید خپل هیوادونه د افغانستان د حکومت رسمیت پیژندنې ته وهڅوي.

17 اکتوبر 2022

 

په ترکیه کې د اتحاد العلماء د دوه ورځني کنفرانس جوړ شو، چې د نړۍ د علماؤ سربیره پکې د افغانستان ځینې چارواکو هم ګډون کړی وو.

یاده غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشو، چې د پریکړه لیک ۱۲ مه او ۱۳ ماده د افغانستان په اړه وې.

۱۲مه ماده کې راغلي لکه څرنګه چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتنې څوکلنې مبارزې په پایله کې په افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد او د افغانستان اسلامي امارت رامنځته شو.

علماء باید د اسلامي هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او د اسلامي هېوادونو لخوا د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مثبت رول ولوبوي.

 

۱۳مه ماده کې راغلي د افغانستان له فتحې وروسته چې د اشغالګرو کفارو د تجاوز له امله په افغانستان کې
کوم اقتصادي شرائط راغلي دا حالت لا هم دعلماؤو مسئولیت ډیروي.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد: تر شپږم پورته د انجونو ښوونځي به ډیر ژر او حتما پرانیستل شي.

 

له یوې خوا زموږ وروڼه باید دګټور او حلال اقتصاد لپاره لاره هواره کړي، له بلې خوا د علماوو دنده ده چې د خپلو هیوادونو حکومتونه او تجاران په افغانستان کې له مسلمانانو سره مرستې ته تشویق کړي چې اقتصادي پیاوړتیا ته ورسیږي.

Leave a reply