د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جریبه لیمو بڼونو جوړولو چارې پیل کړې.

0
206

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جریبه لیمو بڼونو جوړولو چارې پیل کړې.

17 اکتوبر 2022

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د خوړو خوندیتوب پروژې له لارې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جریبه لیمو بڼونو جوړولو چارې پیل کړې.

د لغمان د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د قرغیو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د لیمو ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.

 

‎ښاغلی محسن وویل، چې بڼوال به د یاد دفتر په مټ د بوټو د ساتنې او پالنې په برخه کې وخت په وخت روزنه او سلا مشورې هم ورکول کېږي.

اړوند موضوعات

د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان وایي: افغانانو سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي.

 

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې له لارې د قرغیو ولسوالۍ ۴۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو ته ۱۲ زره چرګان او ۱۲۰ ټنه د چرګانو دانه او نور توکي هم وېشل شوي دي.

Leave a reply