د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان وایي: افغانانو سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان وایي: افغانانو سره د کرنې په برخه کې مرسته کوي.
6 اکتوبر 2022
د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې سازمان وايي، چې سږ کال یې له ۲.۷ میلیونه افغانانو سره د کرنې برخه کې مرسته کړې او په پام کې لري څو دا شمېر ۹ میلیونو ته ورسوي.
د یاد سازمان په مرستو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کېمياوي سرې او کرنيز وسايل شامل دي.
په افغانستان کې د یاد سازمان مشر دیک ټرانشډ ویلي: دوی له افغانانو سره د پخوا په څیر اوس هم په دغه برخه کې زیاته همکاري کوي او د خپلو هڅو په نتیجه کې به راروان کال د زیات شمیر افغانانو سره په دغه برخه کې همکاري وکړو.
اړوند موضوعات
WFP: همدا اوس ۱۸ میلیونه افغانان خوراکي موادو ته اړتیا لري
یاده دې وي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو کرنیزه برخه زیاته متاثره کړی او افغان دولت له نړیوالو غوښتي وه، تر څو په دغه برخه کې ورسره همکاري وکړي.






