WFP:  همدا اوس ۱۸ میلیونه افغانان خوراکي موادو ته اړتیا لري 

0
105

WFP:  همدا اوس ۱۸ میلیونه افغانان خوراکي موادو ته اړتیا لري 

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مدیر ډیویډ باسلي ويلي، خوړو ته د افغانانو اړتيا په داسې حال کې لوړه شوې چې د خوراکي او سون توکو او دغه راز د توکو د انتقال لګښتونه هم لوړ شوي دي.

 

(2022 / 6 /  1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په جون میاشت کې ۱۸میلیون افغانان خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري، په داسې حال کې چې دغه سازمان يوازې ۱۰ ميليونه افغانانو ته د خوړو رسولو لپاره پيسې لري.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مدیر ډیویډ باسلي ويلي، خوړو ته د افغانانو اړتيا په داسې حال کې لوړه شوې چې د خوراکي او سون توکو او دغه راز د توکو د انتقال لګښتونه هم لوړ شوي دي.

ده ويلي چې د افغانستان ټولو اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره ۱.۲ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

د خوړو نړيوال پروګرام تر دې وړاندې د خوړو او کرنې له سازمان سره په يوه ګډ راپور کې ويلي وو چې د افغانستان ۲۰ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

Leave a reply