مطیع الحق خالص: مونږ په تېر یوه کال کې له شاوخوا دوه نیم سوه زره کورنیو سره مرسته کړې.

مطیع الحق خالص: مونږ په تېر یوه کال کې له شاوخوا دوه نیم سوه زره کورنیو سره مرسته کړې.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووایه او په خپله وینا کې یې وویل “افغاني سره میاشت له ملته د ملت د خدماتو په موخه رامنځ ته شوې، مونږ په تېر یو کال کې له شاوخوا دوه نیم سوه زره کورنیو سره مرسته کړې او هوډ لرو په راتلونکې کې دغه کچه ډېره لوړه کړو.
له تېرو دوه میاشتو راپدېخوا د سوالګرو له تثبیت وروسته د سوالګر د کورنۍ هر فرد ته دوه زره افغانۍ ورکوو”. نوموړي وویل “زمونږ د روغتیا برخه په هېواد کې له ۱۵۰ زیات روغتیایي مرکزونه لري او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ګرځندو کلینیکونو له لارې خدمات وړاندې کوو، چې غواړو دغه برخه نوره هم پراخه کړو او روغتیایي خدمات د هېوادوالو کورونو ته ور ورسوو”.
ښاغلي خالص وویل “سره میاشت ددې ولس د وګړو، نړیوالو شریکانو، د سعودي، قطر او نورو هېوادونو د همکارو ټولنو په ملاتړ او همکارۍ مخ ته ځي؛ همدوی وو، چې په روانو سختو حالتونو کې یې د افغاني سرې میاشتې ملاتړ او لاسنیوی وکړ”.
اړوند موضوعات
نن ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه.
د نوموړي پر وینا “که د نظام مامورین د یوې ورځې معاش افغاني سرې میاشتې ته ورکړي، نو د اړمنو به پراخ لاسنیوی وشي. که هر څوک افغاني سرې میاشتې ته یوه روپۍ هم ورکړي، نو هیڅکله به ضایع نشي او تر اړمنو به ورسېږي”. ښاغلي خالص د خپل تنخوا د یوې ورځې معاش افغاني سرې میاشتې ته وباښه.






