نن ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه.

0
136

نن ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ ستره لمانځغونډه ترسره شوه.

16 اکتوبر 2022

نن یکشنبه د د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول پر ۲۰مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د غونډو په تالار کې د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه ستره لمانځغونډه ترسره شوه.

 

یاده غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړو مسؤلینو، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، پیښو ته د رسیدو او مبارزې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم سربیره خارجي میلمنو هم ګډون کړی وو، چې د سور صلیب نړیوالې کمیټې مشر ایلیو فیلیون او همدا راز د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ او نورو خارجي میلمنو ګډون کړی وو.

 

د غونډې په لومړۍ برخه کې د چارو د ادارې لوی رییس ښاغلي شیخ نورالحق انور ګډون کوونکو ته وویل “افغاني سره میاشت یوه خیرپاله ټولنه ده، اوس په هېواد کې بشري خدماتو ته له هر وخت ښه زمینه برابره ده”. نوموړي وویل “خیرپال وګړي هغه خلک دي، چې تل یې هڅه وي له هر چا وړاندې په پوره مېړانه د اړمنو لاسنیوی وکړي، چې افغاني سرې میاشتې دا چاره ترسره کړې”.

غونډې ته د چارو

ورپسې نوموړي د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په اړه د رئیس الوزرا ښاغلي ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست. د ښاغلي رئیس الوزراء د پیغام په یوه برخه کې راغلي وو “د افغانستان اسلامي امارت د بشري کړاوونو په راکمولو کې د افغاني سرې میاشتې له موخو او بشرپالو خدمتونو ملاتړ کوي او د ستاینې وړ يې بولي. په همدې اساس له ټولو خیرپالو هېوادوالو، ملي سوداګرو، کسبه کارانو او دولتي کارکوونکو څخه غواړم، چې په خپله خوښه د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بسپنه او نقدي مادي او معنوي مرستو پیاوړې کړي، تر څو وکولای شي د طبعي او غیر طبعي پېښو زیانمن شویو ته په بېړه رسېدنه وکړي”.

د ځانګړې اونۍ د غونډې ګډونوالو ته د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وویل “افغاني سره میاشت هغه ټولنه ده، چې کله هم زه د پېښې ځای ته په بیړه تللی یم، نو له ځان وړاندې مې هلته افغاني سره میاشت لیدلې؛ فعالیتونه یې د سختې ستاینې دي. د افغاني سرې میاشتې رهبري په خپله د پېښو ځایونو ته ځان رسوي او اړمن له نېږدې ویني او اړتیاوې یې پوره کوي.

غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د کاري شریکانو له ډلې افغانستان کې د سور صلیب د نړیوالې کمیټې مشر ایلیو فیلیون په خپله وینا کې وویل “افغاني سرې میاشتې په افغانستان کې پراخ او پیاوړي خدمات ترسره کړي او کولی شي په افغانستان کې روان کړاوونه را کم کړي”. فیلیون وویل “مونږ سږ.کال ددې شاهدان وو، چې افغاني سرې میاشتې د هېواد په ډېری سیمو کې پېښځپلو ته لاسرسی درلود”.

 

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په کابل کې د زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

 

ورپسې افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مشر نیسفوړ په خپلو خبرو کې وویل “افغاني سرې میاشتې وکولی شول په تېر کال کې اړمنو ته پراخې او پر وخت مرستې ورسوي؛ مونږ هوډ لرو له افغاني سرې میاشتې سره مرستې ډېرې کړو؛ مونږ به کوښښ وکړو افغانستان ته د مرستو جلب را زیات کړو”.

Leave a reply