د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په غونډه کې د افغان دولت د رئیس الوزار پیغام.

0
248

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په غونډه کې د افغان دولت د رئیس الوزار پیغام.

16 اکتوبر 2022

نن ورځ د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د دغه ټولنې د غونډو په تالار کې پرتمینه غونډه جوړه شوې، چې داخلي مسؤلینو سربیره زیاتو خارجیانو هم پکې ګډون کړی وو.

یادې غونډې ته د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء پیغام هم ولوستل شو.

رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند پخپل پیغام کې لیکلي وه:
(و یطعمون الطعام علی حبه مسکینا و یتیما و اسیرا)
ژباړه: د الله تعالی په مینه کې مسکین، یتیم او بندي ته خواړه ورکوي.

درنو متدینو او شریفو هېوادوالو!
د افغانستان اسلامي امارت د بشري کړاوونو په راکمولو کې د افغاني سرې میاشتې له موخو او بشرپالو خدمتونو ملاتړ کوي او د ستاینې وړ يې بولي.

اړوند موضوعات

د سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه.

 

هغه زیاته کړه چې په همدې اساس له ټولو خیرپالو هېوادوالو، ملي سوداګرو، کسبه کارانو او دولتي کارکوونکو څخه غواړم چې پخپله خوښه د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بسپنه او نقدې مادي او معنوي مرستو پیاوړې کړي، تر څو وکولای شي چې د طبعي او غیر طبعي پېښو زیانمن شویو ته په بېړه رسېدنه وکړي.

Leave a reply