ا.ا پنجشیر کې د نیول شویو کسانو د دوسیو څېړل پیل کړي دي

ا.ا پنجشیر کې د نیول شویو کسانو د دوسیو څېړل پیل کړي دي
ديوبل خبرله مخې : دغه کميسيون دکابل دوالي ندا محمد نديم په مشرۍ جوړ شوى دى. د باختر آژانس د رپوټ له مخې په پنجشير کې نيول شوي کسان د کابل په زندانونوکې دي. راپورونه وايي چې د ا.ا ځواکونو د پنجشېر په سلګونو اوسېدونکي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
(2022 / 10 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ط’البانو لومړي وزیر په پنجشیر کې د نیول شویو کسانو د دوسیو د څېړلو لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده.
باختر آژانس د ط’البانو د سرپرست حکومت تر څارنې لاندې د يکشنبې په ورځ د ميزان په ٢٤مه خبر ورکړ چې د ط’البانو د ریاست الوزرا د دفتر د رييس ملا محمد حسن اخند د حکم پر بنسټ پنجشیر کې د نیول شویو کسانو د دوسيو د څيړنې لپاره يو شپږ کسيز کميسيون جوړ شو.
هغه کسان چې په پنجشیر ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي، دغه کمیسیون به یې دوسیې وڅېړي.
ديوبل خبرله مخې : دغه کميسيون دکابل دوالي ندا محمد نديم په مشرۍ جوړ شوى دى.
اړوند موضوعات:
د پنجشیر والي: د دغۀ ولایت لپاره د امنیت تامین او خدمت کول مې لومړیتوبونو دي
د باختر آژانس د رپوټ له مخې په پنجشير کې نيول شوي کسان د کابل په زندانونوکې دي. راپورونه وايي چې د ا.ا ځواکونو د پنجشېر په سلګونو اوسېدونکي د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
ا.ا تر اوسه ندي ویلي چې پنجشیر کې یې څومره کسان نیولي دي.






