د پنجشیر والي: د دغۀ ولایت لپاره د امنیت تامین او خدمت کول مې لومړیتوبونو دي

د پنجشیر والي: د دغۀ ولایت لپاره د امنیت تامین او خدمت کول مې لومړیتوبونو دي
ښاغلي هاشمي وویل، خلکو ته خدمت کول او د امنیت تامین یې له لومړیتوبونو څخه دي په دې وروستیو کې پنجشیر د ملي مقاومت د جبهې له خوا د ط’البانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد و. د دغو جګړو په پایله کې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او ګاونډیو ولایتونو ته یې پناه وړې ده.
(2022 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
محمد محسن هاشمي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د ط’البانو د حکومت د چارواکو له خوا د پنجشیر د نوي والي په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه. نوموړي د دوشنبې په ورځ د میزان په څلورمه په رسمي ډول د پنجشیر د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.
باختر آژانس خبر ورکړ چې مولانا محمد محسن هاشمي د پنجشېر د والي په توګه له معرفي کېدو مخکې د کورنيو چارو وزارت مرستيال و. ښاغلي هاشمي وویل، خلکو ته خدمت کول او د امنیت تامین یې له لومړیتوبونو څخه دي.
په دې وروستیو کې پنجشیر د ملي مقاومت د جبهې له خوا د ط’البانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهد و. د دغو جګړو په پایله کې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او ګاونډیو ولایتونو ته یې پناه وړې ده.






