ننګرهار کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د يو کانال د جوړولو هوکړه ليک لاسليک شو.

ننګرهار کې د يو ميليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د يو کانال د جوړولو هوکړه ليک لاسليک شو.
15 اکتوبر 2022
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ، د سينديزې حوزې او د جاپان PMS موسسې ترمنځ د يو ميليون امريکايي ډالرو په مالي لګښت د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سيمه کې د ۴۳۰۰ متره په اوږدوالي د يو کانال جوړولو هوکړه ليک لاسليک شو، چې ډير ژر به يې عملي چارې پيل شي.
د جاپان PMS موسسې مشر انجينر ديدار مشتاق وویل، چې ياد کانال ۴۳۰۰ متره اوږدوالی لري، چې ورسره به ۱۶۰۰ متره بند، د ابګير ساختمان، له چينو څخه د اوبو اخيستلو سيستم، ۱۱ پلچکونه، ۲۰۰۰ متره مکعب د اوبو ذخيره، ۲۰۰۰ متر د احاطې ديوال جوړ او د چاپيريال ساتنې په موخه به ۲۲۹۰۰ ونی کينول شي.
نوموړي وويل، چې د دې پروژې د رغونې چارې به يو کال او حفاظتي چارې پنځه کاله وي چې په څلور فصلونو کې به ۶۰۰ جريبه او يو فصل کې به ۲ زره جريبه ځمکه خړوب کړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملابرادر اخند د هیواد د لویې پروژې قوش تیپې کانال لیدنه ترسره کړه.
د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني د ياد کانال پر جوړيدو خوښي وښوده، همدا راز يې غوښتنه وکړه ترڅو د سپين غر، هسکې مينې او نورو ولسواليو تنګيو ته هم پاملرنه وکړي او د اوبو سيستمونه ترې جوړ کړي.






