د لوړو زده کړو وزارت: د پوهنتون په لیلیه کې تبعیضي چلند په اړه راپورونه حقیقت نه لري.

0
71

د لوړو زده کړو وزارت: د پوهنتون په لیلیه کې تبعیضي چلند په اړه راپورونه حقیقت نه لري.

14 اکتوبر 2022

د لوړو زده کړو وزارت مسئولینو نن هغه خبر چې ګنې د کابل پوهنتون له ليليې څخه د تبعيضي چلند له مخې څو محصلين اخراج شوي دي، له حقیقت لرې وباله.

د دغه وزارت ویاند مولوي احمد تقي نن رسنیو ته په یو استول شوي پيغام کې لیکلي دي: “دا خبر چې ګواکې د کابل پوهنتون له ليليې څخه د تبعيضي چلند پر اساس څو محصلين اخراج شوي، هېڅ حقيقت نلري.”

اړوند موضوعات

لوړو زده کړو وزارت کابل کې د نجونو د مسموم کېدو پېښه رد کړې ده   

 

هغه ویلي چې پوهنتونونه د خپل نظم او ډسپلين ساتلو لپاره ځانګړي لوایح لري او په خبره یې دغه لوایح له کوم تبعيض پرته پر ټولو محصلينو یو ډول تطبيق کېږي او له سرغړونکو سره د همدغو لوایحو پر اساس چلند کېږي.

Leave a reply