اسلامي امارت: د هیچا په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوو، له نورو هم ورته عمل غواړو.

0
259

اسلامي امارت: د هیچا په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوو، له نورو هم ورته عمل غواړو.

14 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه یوه تازه اعلامیه نشر کړی چې پکې ویل شوي د ښځو د زده کړو د ځنډ په پلمه د امریکا له خوا د اسلامي امارت د مشرانو د سفرونو د بندیز د اعلان په غبرګون کې د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه.

 

څرنګه چې افغانستان یو خپلواک او مستقل هیواد دی او د افغانستان اسلامي امارت مستقل، د خپلې ارادې خاوند او خپلو دیني او کلتوري ارږښتونو ته ژمن نظام دی، اسلامي امارت د خپل نظام د چلولو لپاره په سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خپل اصول لري او د هغه له مخي د خپل ولس د زندګۍ د ټولو برخو پر مخ بېول او مشکلات یې حلول خپله ذمه داري او مکلفیت بولي.

بناءً هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د نظام په کومه برخه کې مداخله وکړي.
لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت د بل هیڅ کوم هیواد په داخلي موضوعاتو کې مداخله نه کوي، له نورو ټولو لري او نږدې هیوادونو څخه ورته تعامل خپل حق بولي او ورنه غوښتنه یې کوي.

بناء

اړوند موضوعات

افغان دولت د امریکا وروستۍ پریکړې ته چې “په طالب مشرانو د ویزو بندیز لګوي” غبرګون ښودلی.

 

امريکا د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخي نه بلکه د نورو اهدافو لپاره ورته پلمي لټوي.

Leave a reply