افغان دولت د امریکا وروستۍ پریکړې ته چې “په طالب مشرانو د ویزو بندیز لګوي” غبرګون ښودلی.

افغان دولت د امریکا وروستۍ پریکړې ته چې “په طالب مشرانو د ویزو بندیز لګوي” غبرګون ښودلی.
12 اکتوبر 2022
د افغان دولت خارجه وزارت د امریکا هغه پریکړې ته غبرګون ښودلی چې پکې ویل شوي وه، امریکا په ځینو طالب مشرانو د ویزو او سفر محدودیتونه وضع کوي.
اعلامیه زیاتوي : اسلامي امارت د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه، چې په کې ویل شوي، د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګوي، د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي.
افغان دولت وایي دا پریکړه امریکا داسې مهال کوي چې همدا څو ورځې قطر دوحه کې د دواړو لوریو لوړپوړو چارواکو په زیاتو مسائلو نظر تبادله او خبرې اترې کړي.
د امريکا متحده ايالتونه بايد په دوحه کې د وروستيو خبرو په پام کې نيولو سره مثبت ګامونه پورته کړي او په عمل کې هم وښيي چې اسلامي امارت سره د رغنده تعامل په لټه کې ده. دغه ډول پرېکړې، په دوو اړخیزو اړیکو منفي اغېز لرلای شي.
د خارجه وزارت دغه اعلامیه زیاتوي: د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي او پر داسې پرېکړو له سره غور وشي، چې دواړو لوریو په ګټه نه وي.
اړوند موضوعات
د امریکا خارجه وزارت د طالبانو په ځینو مشرانو د ویزو او سفر محدودیتونه وضع کړي.
یاده دې وي چې نن سهار د امریکا خارجه وزارت پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وه چې دوی د هغه طالب مشرانو په سفرونو او ویزو اخیستلو محدودیتونه وضع کوي، کوم چې انجونو او ښځو د حقوقو مخالف او سخت دریځه دي.






