د امریکا خارجه وزارت د طالبانو په ځینو مشرانو د ویزو او سفر محدودیتونه وضع کړي.

0
117

د امریکا خارجه وزارت د طالبانو په ځینو مشرانو د ویزو او سفر محدودیتونه وضع کړي.

12 اکتوبر 2022

د امریکا متحده ایالتونو خارجه انتوني بلینکن په خپله ټویټر پاڼه تازه لیکلي چې اوس وخت د دې راسیدلی، تر څو په هغه طالب مشرانو د ویزو او سفرونو بندیز ولګوو، کوم چې د انجونو او ښځو د حقوقو مخالف او سخت دریځه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله راغلي چې دې محدودیتونو کې د طالبانو اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالي سره د نجونو او میرمنو ځپلو کې لاس لري.

اعلامیه زیاتوي چې د هغو کسانو د کورنۍ نږدې غړي هم د دوی په دې تازه لګول شویو محدودیتونو کې شامل دي، چې په دغه کړنو او پالیسو کې ښکیل دي.

اعلامیه کې له نورو دولتونو هم غوښتل شوي، چې ورته ګام واخلي او دا غږ بدرګه کړي، چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومتونه مشروع ګنل کېږي، چې د ټولو افغانانو استازولي کوي او د هغوی حقونو ته درناوی لري.

تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې په دغه محدودیتونو او بندیز کې د طالبانو د کومو مشرانو نومونه او کومو هیوادونو ته په سفر بندیز دی، خو داسې ویل کیږي، چې د په دغه محدودیتونو کې لوړو زده کړو وزیر، د معارف وزیر، د امربالمعروف او ځینې نور مهم مشران شامل دي.

د امریکا د دغه اقدام په اړه د طالبانو کومې رسمي سرچینې تر اوسه څه نه دي ویلي او نه یې غبرګون ښودلی.

Leave a reply