حکمتیار وایي: داسې شورا باید ایجاد شي، چې اساسي قانون تصویب او د نظام څرنګوالی وټاکي.

حکمتیار وایي: داسې شورا باید ایجاد شي، چې اساسي قانون تصویب او د نظام څرنګوالی وټاکي.
14 اکتوبر 2022
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره یو ځل بیا د خپلې طرحې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
نوموړی وایي، ددې طرحې له مخې باید یوه داسې ممثله شورا ایجاد شي چې اساسي قانون تصویب او تسوید کړي او دغه راز د راتلونکي نظام څرنګوالی وټاکي.
نوموړی زیاتوي، دا شورا به د ملي اجماع ممثله او د پرېکړو وروستۍ مرجع وي.
نوموړي څرګنده کړه، چې افغانستان باید په نړۍ کې د لویو طاقتونو په سیالۍ کې خپله بېطرفي حفظ کړي او د هېڅ لوري ملګرتیا ونه کړي.
اړوند موضوعات
افغان دولت پر یوه وثیقه او اساسي قانون کار کوي چې په پوره کیدو به یې دایمي حکومت جوړ شي.
نوموړي څو ورځې مخکې هم ویلي وه چې هیڅ یو شخص، یوه ډله او یو حکومت نشي کولای په یوازې توگه اساسي قانون جوړ کړي. ده وویل اوسنی سرپرست حکومت بیا باید واک د اساسي قانون له مخې یو قانوني حکومت ته وسپاري.





