افغان دولت پر یوه وثیقه او اساسي قانون کار کوي چې په پوره کیدو به یې دایمي حکومت جوړ شي.

افغان دولت پر یوه وثیقه او اساسي قانون کار کوي چې په پوره کیدو به یې دایمي حکومت جوړ شي.
12 اکتوبر 2022
د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پخپلو تازه خبرو کې ویلي چې افغان سرپرست حکومت پر یوه وثیقه یا اساسي قانون کارکوي چې له بشپړیدو سره به یې سرپرست حکومت ختم او د قانون مطابق دایمي حکومت جوړ شي.
په افغانستان کې د تیر کال د اګست په ۱۵مه کله چې جمهوري اداره ونړېده، طالبانو واک تر لاسه او یو میاشت وروسته یې سرپرست حکومت اعلان او تر اوسه هماغه حکومت دوام کوي.
اړوند موضوعات
د دفاع وزیر ویلی چې د اساسي قانون جوړولو ته جدي اړتیا ده
په ورته مهال د امریکا او نوي افغان دولت د اړیکو اړه ذبیح الله مجاهد وویل: قطر کې د افغانستان او امریکا یوه ګډ پلاوي خبرې کړې، هغه زیاته کړه چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د مختلفو ادارو استازو ګډون کړی وو او په زیاتو مواردو او موضوعاتو خبرې اترې شوي.





