د دفاع وزیر ویلی چې د اساسي قانون جوړولو ته جدي اړتیا ده

د دفاع وزیر ویلی چې د اساسي قانون جوړولو ته جدي اړتیا ده
مولوي یعقوب د ا.ا ځواکونو له لوري په ټول هېواد کې د بشري حقونو د نقض ډېری راپورونه په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د ا.ا د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د خپلسرو نیونو او ربړونو ادعاوې پکې شوې، بې اساسه بللي.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب له یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې افغانستان کې د اساسي قانون جوړېدل یوه اړتیا بللې ده.
نوموړي دا څرګندونې له اېن پي ار امریکايي راډيويي شبکې سره په مرکه کې کړې دي.
مولوي یعقوب د ا.ا ځواکونو له لوري په ټول هېواد کې د بشري حقونو د نقض ډېری راپورونه په ځانګړې ډول د ملګرو ملتونو وروستی راپور چې د ا.ا د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د خپلسرو نیونو او ربړونو ادعاوې پکې شوې، بې اساسه بللي.
نوموړي د ملګرو ملتونو راپور رد کړی او ویلي يې دي، چې د سرغړوونکو لپاره نظامي محکمې شته. ملا یعقوب دې امریکايي رسنۍ ته په افغانستان کې د ۱۰۰ سلنې امنیت خبره کړې ده.






