د “ټاپي” پروژې قرارداد به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شي.

د “ټاپي” پروژې قرارداد به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شي.
14 اکتوبر 2022
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ترکمنستان له هېواد سره د ټاپي پروژې قرارداد لاسلیک شي او د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي او ګذرې ولسوالۍ کې به د دغې پروژې په پایله کې د مایع ګازو د وېش بهیر پیل شي.
د کانونو وزارت چارواکي زیاتوي، چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ګازو د لېږد د پروسې په اړه د تړون د لاسلیک لپاره یې د دغه وزارت سرپرستې ته یو پلاوی استولی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال حسام الدین صبري وايي: “د دې پروژې قرارداد به په څو ورځو کې لاسلیک شي او انشاالله د ګازو وېش به له ګذره حرم څخه د هرات ښار او صنعتي پارکونو ته ورسېږي.”
د خصوصي سکتور غړي هم هېواد ته د ترکمنستان د ګازو داخلېدل له اقتصادي پلوه مهم ګڼي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې د دې پروژې لا زیات ملاتړ وکړي.
دوی د ټاپي پروژې د ګازو کارول د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا مهم بولي او زیاتوي چې له دې پروژې عملي استفاده کولای شي په هېواد کې د ګازو بیه راټیټه کړي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت اقتصادي معاونیت د ترکمنستان هیواد سره د ټاپي پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
که څه هم په تېرو کلونو کې په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کار د امنیت د نشتوالي له امله ودرول شو، خو اوس اسلامي امارت وايي چې د ټاپي په څېر د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق لپاره شرایط چمتو دي او هڅه کوي د دې پروژو عملي کار پیل شي.






