د ولایتونو وروسته کابل کې نن ورځ د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر پیل شو.

0
131

د ولایتونو وروسته کابل کې نن ورځ د کانکور ازموینې دوه ورځنی بهیر پیل شو.

13 اکتوبر 2022

د لوړو زدکړو وزارت چارواکو ويلي، په کابل کې د کانکور آزموینې بهیر نن پنجشنبه د تلې په ۲۱ پیل شو او سبا جمعه د تلې ۲۲ به هم روان وي.

 

د لوړو زدکړو وزارت ویاند ويلي، د کابل په کچه سږکال د کانکور په ازموینه کې ۳۰ زره نارینه او ښځینه داوطلبو برخه اخیستې وه.

د کانکور یو شمېر داوطلبان د ازموینې له ترسره کېدو خوښ دي؛ خو وایي، له اسلامي امارت دې وړتیا او رڼښت په پام کې ونیسي، چې د چا حق تر پښو لاندې نشي.

اړوند موضوعات

د کابل پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

 

سږکال د کانکور په ازموینه کې د هېواد په کچه ۱۵۰ زره نجونو او هلکانو ګډون کړی ​​او د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو په وینا له دغو ګډون کوونکیو څخه به ۱۱۵ زره کسان په لوړو او نیمه لوړو دولتي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو کې جذب شي.

Leave a reply