د کابل پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

0
187

د کابل پرته د هیواد په ټولو ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

6 اکتوبر 2022

نن (پنجشنبه د تلې ۱۴مه) د هېواد د لوېدیځ په ۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه او له کابل پرته په پاتې نورو ولایتونو کې به سبا او بله ورځ امتحان واخیستل شي.

 

د لوړو زدکړو وزارت د ازموینو ملي کمیتې چارواکي وايي، په دې ازموینه کې د کانکور ۹۳۶۸ داوطلبانه برخه اخیستې وه، چې ۴۷۵۱ یې نجونې او پاتې یې هلکان دي.

 

تیره ورځ د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمدتقي ویلي وه چې ټول هیواد کې یې د کانکور ازموینې لپاره د بایومیتریک پروسه سرته ورسوله او نن ورځ به د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې ازموینه پیل شي.

 

د ازموينو ملي اداره وايي چې د کانکور ازموینه یې د کابل پرته په ټولو ولايتونو کې د پنجشنبې په ورځ پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

 

د ازموينو د ملي ادارې مشر عبدالقدير خموش وايي، ولايتونو کې به د کانکور ازموينه د فارغانو شمېر ته په پام له يوې تر دريو ورځو پورې واخيستل شي.

اړوند موضوعات

لوړو زده کړو وزارت: سږ کال به دولتي پوهنتونونو ته د کانکور له لارې ۱۱۵ زره ګډونوال جذب شي.

 

سږ کال به د تیر په پرتله ۳۰ فیصده زیات کسان جذب شي او د مالوماتو پر بناء ۱۱۵ زره کسان به پوهنتونونو ته جذب شي، چې تیر کال یواځې ۸۶زره کسان جذب شوي وه.

سږ کال

Leave a reply