د روسیې ولسمشر په امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي.
د روسیې ولسمشر په امریکا غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي.
13 اکتوبر 2022
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن ورځ د قزاقستان په آستانه کې د CICA جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال پر امریکا او لویدیځ غږ کړی چې د افغانستامن وضعیت ته په کتو باید د یاد هیواد کنګل شوې شتمني ازاده او افغانانو ته په قانوني شکل ورتسلیم شي.
هغه نن د قزاقستان په استانه کې د «آسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې» یا سیکا په سرمشریزه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي چې په غیر قانوني توگه د افغانستان کنگل شوې شتمنۍ باید خلاصه شي او افغانستان باید د کلونو کلونو اشغال او ظلم لپاره غرامت ترلاسه کړي.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې تیره ورځ د روسیې خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم پر لویډیځ غږ کړی و، چې د افغانستان کنګل شوی شتمني باید آزاد شي او د دغه کارول د امریکا له لورې یو منافقانه عمل دی.