د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په لویدیځ غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني کارول مناقفانه عمل دی.

0
102

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په لویدیځ غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني کارول مناقفانه عمل دی.

12 اکتوبر 2022

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په لویدیځ غږ کړی څو د افغانستان کنگل شوې شتمنۍ په مکمله توګه ازادې کړي.

 

نوموړې ویلي چې هیواد یې د امریکا لخوا د «افغان فنډ» په نوم صندوق جوړول غندي او د غرب لخوا د افغانستان غلا شوې شتمنۍ په اړه داسې اقدامات منافقانه بولي

 

نوموړې نن ورځ د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې افغانستان کې د ترورېزم ستونزه لا هم پر خپل ځای ده او ګواښ یې هېوادونو ته جدي دی.

 

نوموړې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور بې نتیجې وباله او ویې ویل چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت متحدو ایالتونو ته ورګرځي.

اړوند موضوعات

افغان حکومت یو ځل بیا د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون او اقتصادي بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

 

هغې د خپلو خبرو په پای کې بیا په لویدیځ غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنی دې ازاده او افغانانو ته حواله کړای شي.

Leave a reply