غزني، تخار او نیمروز ولایتونو کې سلګونه کورنیو سره خوراکي او نغدي مرسته وشوه.

غزني، تخار او نیمروز ولایتونو کې سلګونه کورنیو سره خوراکي او نغدي مرسته وشوه.
12 اکتوبر 2022
د غزني د کلیو بیا رغونې او پراختیار ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ناهور ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له لورې پر ۲۴۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي.
د دغه ریاست رئیس مولوي محمد قاسم امیني وايي: چې په دغه مرسته شویو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال، د ماشومانو خواړه او مالګه شامل دي.
همدا راز د یو بل خبر له مخې په تخار کې د(IHH) موسسې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل، چې په دغه مرسته کې غوړي، خرما، اوړه، بوره، مکروني، چای او مالګه شامل دي.
اړوند موضوعات
د سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سلګونه کورنیو سره مرسته وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د نیمروز سیمه ییزو مسولینو هم په دغه ولایت کې پر ۲۰۰ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی او ویلي يې دي، چې له دې وروسته به یادو سوالګرو ته د میاشتې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي





