له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو دوام؛ نور څلویښت میلیونه ډالر کابل ته راورسېدل

له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د نغدي مرستو دوام؛ نور څلویښت میلیونه ډالر کابل ته راورسېدل
تېره ورځ کابل ته ۴۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته راورسېده. په څه کم لسو ورځو کې مرکزي بانک له نړیوالې ټولنې څخه د څلویښت میلیونو ډالرو په ارزښت څلور بستې ترلاسه کړې دي. د دغو مرستو اندازه او د کارولو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر وايي، دغه پیسې د بشري مرستو یوه برخه ده او د ط’البانو له خوا نه کارول کېږي.
(2022 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو له خوا د نورو ۴۰ میلیونو ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته راورسېده.
دغه بانک نن چهارشنبه د غويي په ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۴۰ میلیونه امریکايي ډالر یې یوه سوداګریز بانک ته انتقال کړي دي.
تېره ورځ کابل ته ۴۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته راورسېده. په څه کم لسو ورځو کې مرکزي بانک له نړیوالې ټولنې څخه د څلویښت میلیونو ډالرو په ارزښت څلور بستې ترلاسه کړې دي.
اړوند موضوعات:
اروپايي ټولنې افغان ماشومانو څخه د ملاتړ پۀ موخه ۴۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
د دغو مرستو اندازه او د کارولو څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر وايي، دغه پیسې د بشري مرستو یوه برخه ده او د ط’البانو له خوا نه کارول کېږي.