اروپايي ټولنې افغان ماشومانو څخه د ملاتړ پۀ موخه ۴۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه 

0
185

اروپايي ټولنې افغان ماشومانو څخه د ملاتړ پۀ موخه ۴۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه 

یاده اداره وايي چې له دې پیسو شاوخوا ۲۵ میلیونه یې افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینو پر وېش او ۱۵ میلیونه یورو بیا په افغانستان کې له ماشومانو په ملاتړ لګول کېږي.

 

(2022 / 7 / 4    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره څلوېښت میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف په تازه څرګندونو کې ویلي چې اروپایي ټولنې ورسره د افغان ماشومانو د ژغورنې او پالنې په موخه څلوېښت میلیونه یورو مرسته کړې ده.

یاده اداره وايي چې له دې پیسو شاوخوا ۲۵ میلیونه یې افغان ماشومانو ته د پولیو واکسینو پر وېش او ۱۵ میلیونه یورو بیا په افغانستان کې له ماشومانو په ملاتړ لګول کېږي.

یونسیف وايي ټاکل شوې چې دوی شاوخوا ۱۰ میلیونه افغان ماشومان واکسین کړي.

اړوند موضوعات: 

یونیسف وايي، افغان ماشومان د لا ډېر زیانمنېدو له خطر سره مخ دي

دغه ادارې همدا راز په افغانستان کې د ماشومانو پر اوسني وضعیت همد اندېښنه ښوودلې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې کړې ده. یونسیف وايي چې کډوالۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت ماشومان اغېزمن کړي دي او باید لاسنیوی یې وشي.

Leave a reply