یونیسف وايي، افغان ماشومان د لا ډېر زیانمنېدو له خطر سره مخ دي

0
189

یونیسف وايي، افغان ماشومان د لا ډېر زیانمنېدو له خطر سره مخ دي

یونسیف وایي تر ټولو ستر خطرونه د افغان ماشومانو روغتیا ته متوجه دي او په وروستیو کې تر شپېته زره ډېر ماشومان په افغانستان کې په سرخکان اخته شوي او د شري ناروغي هم د پراختیا په حال کې ده. د ماشومانود ملاتړ صندوق ویلي چې دوی له افغان ماشومانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

(2022 / 5 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان ماشومان د لا ډېر زیانمنېدو له خطر سره مخ دي. یونسیف د جنوبي اسیا د وضعیت په اړه په خپل خپاره کړي راپور کې د افغان ماشومانو وضعیت ته هم کتنه کړې ده.

سرچینه کاږي د افغان ماشومانو وضعیت له بېلو اړخونو د اندېښنې وړ دی چې دوی په بېلو راپورونو کې په دې اړه وضاحت ورکړی دی.

یونسیف وایي دمګړی کډوالۍ، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد، بېکارۍ او د نړیوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی او د لا ډېرو زیانمنېدو ګواښ یې ډېر شوی.

Leave a reply