م،م وایي، نړۍوالو سره د نوي حکومت تعامل ورځ تر بلې سختېږي

دغه اداره وایي چې نوي حکومت وار له مخه د نجونو د ښوونځیو په تړاو له نړیوالې ټولنې سره تعامل زیانمن کړی دی او وروستي اقدامات به یې دا پروسه لا ټکنۍ کړي. یونما وایي دوی په همدې تړاو له حکومتي چارواکو سره ژر تر ژره ګوري او هڅه کوي د ښځو پر وړاندې د فشارونو مخه ونیسي.
(2022 / 5 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وايي د نوي حکومت کړنې به له نړیوالې ټولنې سره د دوی تعامل سخت کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په تازه خپره کړې اعلامیه کې د حجاب د رعایت په اړه د نوي حکومت پر فرمان غبرګون ښوودلی دی.
دغه اداره وایي چې نوي حکومت وار له مخه د نجونو د ښوونځیو په تړاو له نړیوالې ټولنې سره تعامل زیانمن کړی دی او وروستي اقدامات به یې دا پروسه لا ټکنۍ کړي. یونما وایي دوی په همدې تړاو له حکومتي چارواکو سره ژر تر ژره ګوري او هڅه کوي د ښځو پر وړاندې د فشارونو مخه ونیسي.
د افغانستان ا.ا تېره ورځ یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ښځینه د حجاب په رعایت مکلفې دي او په همدې تړاو یې د خپلو تبلیغاتو لړۍ هم پيل کړې ده.