امریکا پر هغو ط.الب چارواکو بندیزونه لګوي چې د افغان نجونو د زده کړو خنډ ګرځېدلي دي

امریکا پر هغو ط.الب چارواکو بندیزونه لګوي چې د افغان نجونو د زده کړو خنډ ګرځېدلي دي
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو بندیزونو کې د یادو کسانو د کورنیو غړي هم شامل دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له نورو هېوادونو غوښتي چې پر ط’البانو د بندیزونو لپاره ورته تګلاره غوره کړي، څو هغوی بشري حقونو ته درناوي ته ژمن وي.
(2022 / 10 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا متحده ایالاتو پر هغو ط’الب چارواکو بندیزونه ولګول چې پر افغان نجونو او ښځو د لوړو بندیزونو په لګولو کې مهم رول لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) په یوه بیان کې وویل چې د هغو کسانو پر ضد اقدام شوی چې د افغان نجونو په ځورولو کې لاس لري.
د ویزو محدودیتونه د دغو بندیزونو یوه برخه ده چې د ط’البانو پر پخوانیو او اوسنیو غړو لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د دغو کسانو له خوا پلي شویو تګلارو، محدودیتونو او تاوتریخواليو ښځو او نجونو ته د زده کړو له حقه د لاسرسي مخه نیولې ده.
اړوند موضوعات:
امریکا د افغانستان په ا.ا حکومت باندې نوی بندیزونه اعلان کړي دي