د پاکستان فوځ عامه اړیکو څانګې مشر میجر جنرل بابر افتخار د وظیفې رتبه لوړه شوې ده، دولس نور فوځي مشرانو رتبې هم لوړې شوي دي

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د فوځ ۱۲ مېجرجنرالانو ته د لېفټیننټ جنرالۍ رتبې ته ترقی ورکړل شوې ده.

د پاکستان د فوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې د آی ایس پي آر ډائریکټر جنرل (ډي جی) میجر جنرل بابر افتخار هم د لیفټیننټ جنرال په رتبه ترقی کړی شوی دی.

میجر جنرل انعام حیدر ملک، میجر جنرل فیاض حسین شاه او میجر جنرل نعمان زکریا د لیفټیننټ جنرل په رتبه ترقی کړی شوي کسانو کښې شامل دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه ميجر جنرل محمد ظفر اقبال، ميجر جنرل ايمن بلال صفدر، ميجر جنرل احسن ګلريز او ميجر جنرل سيد عامر رضا هم د ليفټيننټ جنرل په رتبه ترقي ورکړے شوي دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه ميجر جنرل شاهد امتياز، ميجر جنرل منير افسر، ميجر جنرل يوسف جمال او ميجر جنرل کاشف نذير د ليفټيننټ جنرل په رتبه ترقي ورکړے شوي دي۔
ډي جي آئي ايس پي آر ته هم د ليفټننټ جنرل په رتبه ترقي ورکړل شوه
د آئي ايس پي آر ترمخه شوي ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار په سختو حالاتو کښې ذمه وارۍ سرته رسولې او د کورونا په ضد ی هم مهمې ذمه وارۍ په غاړه اخستي وې.

ليفټننټ جنرال بابر افتخار د سېلاب په صورتحال کې هم مهمې ذمه وارۍ ترسره کړې او د ملخانو د ختمولو دپاره يې خپل ذمه واري په ښه توګه ترسره کړې ده.
………………………

نور خبرونه

د پاکستان-چین راهداري به د پاکستان لپاره لوی پرمختګ لامل شي: د چین وزارت خارجه بیان

د فوځ سرلښکر د ټاکنې به اړه وزیرقانون د صدر پاکستان بیان ته غبرګون ښودلې دې

شیخ رشید وایی او نیوکه ی کړې چې د یو تن ټاکنې د هیواد ټول سسټم جام کړې دې

پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف پاکستان ته راځي، رانا تنویر وایی په راتلونکي میاشت کښې به میانوازشریف پاکستان ته راستون شي

اوکاړه کښې پینځه ډاکوان اووژل شول

Leave a reply