د فوځ سرلښکر د ټاکنې به اړه وزیرقانون د صدر پاکستان بیان ته غبرګون ښودلې دې

0
79

باغي ټي وي رپورټ
وزیر قانون اعظم نذیر تارړ د فوځ د نوي مشر د ټاکلو په اړه د صدر په وینا غبرګون ښودلی دی.

وزیر قانون اعظم نذیر تارړ په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر دې د سیاست کولو هڅې بندې کړي، د پوځ د مشر په ټاکلو کې د اساسي قانون له مخې ولسمشر هېڅ رول نه لري.

د قانون وزير وويل صدر د آئيني کردار خلاف مقاصد ترلاسه کولو لپاره په دې مسله سياست کوي، په دې مسله د اپوزيشن سره مشوره نه ده شوې، دا د وزيراعظم استحقاق دى.
پرون په یوه مرکه کې د هېواد ولسمشر د پوځ د مشر د ټاکلو په اړه وویل چې د پوځ د مشر ټاکل به د اساسي قانون له مخې کېږي، غوره ده چې د نوي پوځ د مشر نوم له مشورې وروسته اعلان شي. باید پراخه وي ترڅو یوې اجماع ته ورسیږو.

دا خبره د یادونې ده چې پرون صدر پاکستان ډاکټر عارف علوي په یو بیان کښې د فوځ په اړه ویلي وو چې په آئين کې دفوځ کردار واضح دى، صدر پاکستان اوویل هغه نۀ غواړي چې دغير جانبدار په موضوع خبرې وکړي، فوځ بايد غير جانبدار وي. هغه اوویل چې چې عمران خان به دخپلو خبرو ځواب پخپله ورکوي.
نور خبرونه

شیخ رشید وایی او نیوکه ی کړې چې د یو تن ټاکنې د هیواد ټول سسټم جام کړې دې

پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف پاکستان ته راځي، رانا تنویر وایی په راتلونکي میاشت کښې به میانوازشریف پاکستان ته راستون شي

اوکاړه کښې پینځه ډاکوان اووژل شول

Leave a reply