وفاقي وزیر رانا ثناالله د خپلو نیول امر په عدالت کښې چیلنج کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله د ګرفتاري وارنټ عدالت کښې چيلنج کړے دے۔د مسلم ليګ (ن) وکيلانو د ګرفتارۍ وارنټ د سينئر سول جج غلام اکبر په عدالت کښې چيلنج کړے دے۔
د رانا ثناءالله د وکيلانو لخوا جمع کړي شوي درخواست کښې وئيلي شوي دي چې رانا ثناء الله د داخله وفاقي وزير دے او د ټولو په مخ کښې دے، د کرپشن مخنيوي محکمي غلط بياني کولو سره د عدالت نه وارنټ ترلاسه کړے دے۔
عدالت د مسلم ليګ (ن) د قانوني ټيم درخواست رد کړ او د رانا ثناءالله د پاور آف اټارني د واخستو او ليکلې درخواست جمع کولو غوښتنه يې وکړه.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د ولسي پاڅون د یوې وسیلې په توګه د څلور کلنې دوسیې په اسنادو کې جعل جوړ کړی او په قصدي ډول یې حقایق پټ کړي او د غولونې او ګمراهۍ په کولو سره یې وارنټ ترلاسه کړی دی.
انټي کرپشن د رانا ثناءالله د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي دي او تيره ورځ د اينټي کرپشن پنجاب ټيم د داخله وزير د وارنټ تعميل لپاره د پوليس سټيشن سيکرټريټ ته رسيدلي ولي پوليس ټيم واپس استولي دي۔
نور خبرونه
د پاکستان-چین راهداري به د پاکستان لپاره لوی پرمختګ لامل شي: د چین وزارت خارجه بیان
د فوځ سرلښکر د ټاکنې به اړه وزیرقانون د صدر پاکستان بیان ته غبرګون ښودلې دې
شیخ رشید وایی او نیوکه ی کړې چې د یو تن ټاکنې د هیواد ټول سسټم جام کړې دې