د افغانستان د غړیتوب په اړه نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې رایه اچول کیږي.

0
106

د افغانستان د غړیتوب په اړه نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې رایه اچول کیږي.

11 اکتوبر 2022

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې نن ورځ د افغانستان د غړیتوب په اړه رایه اچول کیږي، چې ایا افغانستان ته به د ملګرو ملتونو په دغه شورا کې غړیتوب ورکړای شي او که نه.

 

د ځینو رسنیو له قوله ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ به نن رایه اچونه وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي.

 

دغه رایه اچونو کې د افغانستان او وینزویلا په شان هیوادونو ته چې د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه.

 

د نړۍ د اوو سیمه ایزو ډلو څه ۱۷ هیوادنه غواړي چې په دې شورا کې غړیتوب ولري خو هغه دولتونه چې د آسیا – آرام سمندر او لاتینې امریکا او کرابین کې پراته دي، د ریښتیني سیالۍ سره مخ دي.

اړوند موضوعات

ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي: د طالبانو حکومت دې خپل کار ته پریښودل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا چې مرکز یې په ژنیو کې دی د غړیتوب لپاره یې دا رایه اچونه پټه کیږي او د غړو هیوادونو استازي باید د یو هیواد د غړیتوب لپاره اکثریت رایې ورکړي. هر هغه هېواد چې غواړي د دې شورا غړي شي باید په کور دننه او د باندې د بشري حقونو د ترویج او خوندیتوب لپاره تر ټولو لوړ معیار ولري.

Leave a reply