ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي: د طالبانو حکومت دې خپل کار ته پریښودل شي.

0
113

ملګرو ملتونو کې د چین استازي ویلي: د طالبانو حکومت دې خپل کار ته پریښودل شي.

8 اکتوبر 2022

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون ویلي، چې د طالبانو حکومت دې خپل کار ته پرېښودل شي.

 

نوموړي تېره شپه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته ویلي، چې د ځینو هېوادونو مخالفت په افغانستان کې د بحران باعث شوی.

 

ژانګ جون دغه راز د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه هم کړې ده.

 

نوموړي د سپتمبر په ۲۸مه هم د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ویلي وه چې د تیرو ۲۰ کلونو تجربو یو ځل بیا دا ثابته کړې چې افغانستان کې نظامي مداخله گټه نلري او د افغانستان راتلونکی یوازې د دې هیواد د خلکو لخوا ټاکل کیدلی شي.

اړوند موضوعات

م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي

 

جانگ جون د ځینو هیوادونو لخوا په چنو وهلو کې د طالب چارواکو په سفر دبندیز د معافیت له مسالې څخه استفاده خواشینوونکې بللې او ویلي یې دي چې د طالب چارواکو په سفر بندیز به یوازې د خبرو اترو مخه ونیسي.

Leave a reply