م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي
م، م کې د چین استازی: نړیوال باید په سوله اییز افغانستان کې لا ډیرې مرستې وکړي
چين له دغو هېوادونو څخه غواړي، چې د افغانستان د بيا ابادۍ په دې مرحله کې خپلې ژمنې پوره کړي او لا اغیزمنې مرستې وکړي.
(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې په م.م کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير دای بينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې په اړه د امنیت شورا په علنۍ غونډه کې وينا وکړه او په خپلو خبرو کې يې په اشارې وويل، چې د افغانستان له مسئلې څخه څرګندېږي، چې بهرنۍ پوځي لاسوهنې او پر بل هېواد خپل پلان تپل مسئله نه شي حلولی، بلکې د لا زياتو تضادونو او شخړو د جوړولو سبب ګرځېدلی شي او داسې کړنې هرومرو ناکامېږي. لوېديځو هېوادونو په بيړنۍ او بې نظمه ډول له افغانستانه ځواکونه راوباسل، په دغه هېواد کې يې سخت بشري بحران جوړ کړی او افغانانو ته يې زياتې ستونزې رسولې دي. چين له دغو هېوادونو څخه غواړي، چې د افغانستان د بيا ابادۍ په دې مرحله کې خپلې ژمنې پوره کړي او لا اغیزمنې مرستې وکړي.