سیاسي مرسیتال: د امریکا او نورو هیوادونو سره خبرې روانې دي، هیله ده ګټورې به تمامې شي.

سیاسي مرسیتال: د امریکا او نورو هیوادونو سره خبرې روانې دي، هیله ده ګټورې به تمامې شي.
10 اکتوبر 2022
د افغان دولت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د تېرې ادارې د ترانسپورت وزارت له سرپرست حسن مبارک عزیزي سره چې له افغان شخصیتونو سره د تماس او هېواد ته د دوی د بېرته راستنولو کمېسیون په غوښتنه راغلی، وکتل.
مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه رغلاست تر څنګ په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې د وروستيو پرمختګونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
مولوي کبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، ډېری هيوادونه موږ سره ښه تعامل او اړيکې لري او د امريکا په ګډون له نورو هيوادونو سره تفاهم او خبرې روانې دي، هيله ده ګټورې پايلې به ولري.
په دې کتنه کې، ښاغلي عزیزي په هېواد کې رامنځته شوي امنیتي او رغنیز پرمختګونه وستایل، هېواد ته یې بېرته په خپل راتګ خوښي وښوده او خپلې مشورې او وړانديزونه يې شريک کړل.
نوموړي د اسلامي امارت چارواکو د نيک چلند ستاينه وکړه ویې ويل، ځینې مغرضې رسنۍ په افغانستان کې حالات ډېر ترینګلي ښيي، خو الحمدالله دلته وضعیت ښه دی.
ښاغلي عزيزي زياته کړه، په هېواد کې د بشپړ امنيت تامين له برکته له راستنېدو سره سم په ټول هيواد کې دومره ګرځېدلی چې په تېرو شلو کلونو کې نه و ګرځېدلی.
اړوند موضوعات
طالبان وایي: افغانستان د هیچا لپاره تهدید نه دی او خاوره به یې د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.
نوموړي وويل: اسلامي امارت کافي فرصتونه لري او هغه بايد په قوتونو بدل شي. سیمه ییزه همغږي، د نجونو زده کړې او له نړیوالو سره تفاهم او تعامل اړین دي.






