په پاکستان کې یو پخوانی افغان عسکر وژل شوی دی
په پاکستان کې یو پخوانی افغان عسکر وژل شوی دی
تر اوسه د پاکستان امنیتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. ویل کېږي چې صمدخان اڅکزي په یوه ویډیويي پیغام کې د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې تر هغه چې ژوندی دی هېواد ته به خدمت کوي.
(2022 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان په کويټه ښار کې ځايي سرچينې وايي، چې د افغانستان د پوليسو پخوانى قوماندان عبدالصمد اڅکزى په دغه ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د ميزان په ١٧مه د پاکستان په کويټه ښار کې رامنځته شوې ده.
عبدالصمد اڅکزی په اروزګان ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان او په تېر حکومت کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قوماندان هم و.
د دې پېښې په تاييد سره يو پخواني پوځي وويل چې عبدالصمد اڅکزی د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د خپل ژوند د ژغورلو لپاره پاکستان ته تښتېدلی و.
دغه پوځي چارواکي اڅکزى يو زړور قوماندان وباله او ويې ويل چې په جنوبي ولايتونو کې يې د جګړې په ډګر کې مهم رول لوبولى دى.
اړوند موضوعات:
روسیه وايي چې امریکا افغانستان کې د فساد لامل شوه