روسیه وايي چې امریکا افغانستان کې د فساد لامل شوه

روسیه وايي چې امریکا افغانستان کې د فساد لامل شوه
د یادونې ده چې روسي او د ځینو نورو هېوادونو چارواکو تر دې پخوا هم د افغانستان د اوسني وضعت لامل امریکا بللې ده او ویلي یې دي چې د امریکا دروغجن سیاست د افغانستان د بې ثباتۍ سبب شو.
(2021 / 11 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي امریکا په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړ او لا هم ددې بحران د پراختیا په لټه کې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخاروا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.
نوموړې ویلي چې ددې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ ته کړی چې افغانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
زخارووا وایي امریکا ته په کار وه، چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وی، خو برعکس دغه هېواد لا هم د بحران د پراختیا په لټه کې دی.
اړوند موضوعات:
پخوانی امریکايي نظامي چارواکی: د افغانستان پۀ اړه باید لۀ امریکايي نظامیانو څخه پوښتنې وشي
د یادونې ده چې روسي او د ځینو نورو هېوادونو چارواکو تر دې پخوا هم د افغانستان د اوسني وضعت لامل امریکا بللې ده او ویلي یې دي چې د امریکا دروغجن سیاست د افغانستان د بې ثباتۍ سبب شو.




