د کډوالو نړۍوال سازمان وايي چې د مرستو رسونې برخه کې د چا مداخله نه منو  

0
174

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي چې د مرستو رسونې برخه کې د چا مداخله نه منو  

ای او ایم وایي دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایش او مداخله کېدای شي دا بهیر زیانمن کړي، نو له همدې امله پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړي.

 

(2021 / 11 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه مني.

په افغانستان کې ددغه ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوي.

ای او ایم وایي دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایش او مداخله کېدای شي دا بهیر زیانمن کړي، نو له همدې امله پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د یاد سازمان کار کوونکو ته د خپلو فعالیتونو اجازه ورکړي.

اړوند موضوعات: 

د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي چې د کندهار په ګډون په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې به خپل فعالیت زیات کړي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې دا نه دي ویلي چې څوک یې په چارو کې مداخله کوي خو وایي دوی هڅه کوي تر اړمنو کسانو خپلې مرستې ورسوي او دا یې مهمه موخه ده.

یادې ادارې ویلي د مرستو د ډېرولو او پراختیا تکل لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یونیسف هم ویلي ؤ چې د افغان ښوونکو معاشونه پۀ یو شرط دوی ورکوي چې پۀ چارو کې یې څوک مداخله ونکړي.

Leave a reply