د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي چې د کندهار په ګډون په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې به خپل فعالیت زیات کړي
د ماشومانو د خوندیتوب وايي چې د کندهار په ګډون په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې به خپل فعالیت زیات کړي
د ماشومانو د خوندیتوب ( Save The Children) ادارې مشر د کندهار والي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی به د کندهار په ګډون د افغانستان په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې خپل فعالیت زیات کړي.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د ماشومانو د خوندیتوب ( Save The Children) ادارې مشر د کندهار والي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی به د کندهار په ګډون د افغانستان په ټولو ولایاتو او ولسوالیو کې خپل فعالیت زیات کړي.
د دغې موسیسې عمومي مشر د کندهار والي محمد یوسف وفا سره کتلي دي او ژمنه یې کړې چې د کندهار او ټولو ولایاتو په ولسوالیو کې به خپل فعالیت ډېر کړي.
همدا راز د کندهار والي هم خبر ورکړی چې دوی د یادې موسیسې مشر ته ډاډ ورکړی چې دوی سره د خدماتو د وړاندې کېدو او مرستو برخه کې به هر ډول همکاري کوي او امنیت به یې ساتي.
همدارنګه نوموری ویلي چې ټولې بهرنۍ مرستندویه موسیسې کولی شي افغانستان کې خپل فعالیت په ډاډمنه فضاء کې ترسره کړي، ښاغلي وفا ټولو بهرنیو موسیسو ته د هغوی د امنیت ساتلو ډاډ ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم طالبانو ملګرو ملتونو، یونیسف، د ماشومانو خوندیتوب موسیسې او نورو بهرنیو موسیسو ته خبر ورکړی ؤ چې دوی کولی افغانستان کې خپل کار وکړي او اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.