ملا برادر: تاجکستان په ښکاره ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي

0
130

ملا برادر: تاجکستان په ښکاره ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي

د افغانستان د رئیس الوزارا مرستیال ملا عبدالغني برادر  ویلي چې د تاجکستان  د رئیس جمهور تازه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

 

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون )

د افغانستان د رئیس الوزارا مرستیال ملا عبدالغني برادر  ویلي چې د تاجکستان  د رئیس جمهور تازه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

نوموړي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې تاجکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي،  او دغه ډول لاس وهنې به له ورته عمل سره مخ شي.

نوموړي ویلي چې افغانستان کې اوس نوی حکومت رامنځته شوی او نوی حکومت به هېچا ته دا اجازه ورنکړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

ښاغلي برادر زیاته کړې چې تاجکستان هېواد دې د متقابل احترام اصل ته پام وکړي کنه پایلې به یې د دوی لپاره ښې نه وي.

تر دې وړاندې د تاجکستان هېواد ولسمشر امام علي رحمان ووف ویلي ؤ چې افغانستان کې ټولشموله حکومت ندی رامنځته شوي، همدارنګه افغانستان کې ۴۶  سلنه تاجک ژوند کوی چې باید سهم یې هم دولت کې معلوم وي.

د رحمان ووف دغه څرګندونې افغانستان کې مخکې هم سختو غبرګونو سره مخ شوې وې؛ خو اوس تازه د طالبانو لوړ پوړی چارواکی ملا برادر د تاجکستان د رئیس جمهور خبرو ته په اشارې ویلي چې طالبانو د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي بیا به د ا.ا.ا ورسره بالمثل عمل کوي.

Leave a reply