اشرف غني: نړیوال دې د افغانستان اوسني حکومت سره تعامل وکړي
اشرف غني: نړیوال دې د افغانستان اوسني حکومت سره تعامل وکړي
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فیسبوک څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نړیوال دې په داسې حال کې چې د غلام محمد اسحاقزي په څېر خلک چې تر شا یې حکومت او ملت نه وي، د افغانستان په استازیتوب نه لوبوي.
(2021 / 9 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فیسبوک څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نړیوال دې په داسې حال کې چې د غلام محمد اسحاقزي په څېر خلک چې تر شا یې حکومت او ملت نه وي، د افغانستان په استازیتوب نه لوبوي.
نوموړي ویلي غلام محمد اسحاقزی په داسې حال کې د افغانستان استازیتوب په ملګرو ملتونو کې کوي چې تر شا یې هېڅ حکومت او ولسي ملاتړ نشته.
نوموړي همدارنګه په نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره دې اوسني حکومت سره تعامل وکړي او مرستې دې ورسره وکړي.
ښاغلي غني همدا رنګه ویلي چې نړیوال دې له داسې افغان څخه په نړیوال سټېج ګټه نه اخلي چې تر شا یې ولس او حکومت نه وي.
پخواني ولسمشر همدارنګه ویلي چې نړیوال باید درک کړي چې که غواړي افغانستان سوکاله او پرمختللی واوسي نو باید ورسره مرستې وکړي، د جنګ پر ځای باید افغانستان ته د دوستۍ لاس ورکړي، او نړیوالو باید درک کړي وي چې که په جنګ جګړو کېدلی دا شل کاله به شوي ؤ.
په پای کې ښاغلي اشرف غني ویلي چې زه واقعاً د شرم احساس کوم چې نن ورځ په ملګرو ملتونو کې غلام محمد اسحاقزی د افغانستان استازیتوب کوي.