د پخواني ولسمشر اشرف غني فیسبوک پاڼه هیک شوې ده

0
234

د پخواني ولسمشر اشرف غني فیسبوک پاڼه هیک شوې ده

 نن دوشنبه ورځ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فیسبوک پاڼې یوه اعلامیه خپره شوه چې له نړیوالو پکې غوښتل شوي ؤ چې طالبان په رسمیت وپېژني او د پخواني حکومت استازي د باور وړ ونه ګڼي.

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

 نن دوشنبه ورځ د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له فیسبوک پاڼې یوه اعلامیه خپره شوه چې له نړیوالو پکې غوښتل شوي ؤ چې طالبان په رسمیت وپېژني او د پخواني حکومت استازي د باور وړ ونه ګڼي.

د پخواني ولسمشر غني دغه پیغام یو شمېر رسنیو هم خپور کړ ؛ خو وروسته جوته شوه چې د محمد اشرف غني فیسبوک پاڼه هیک شوې ده.

ښاغلي غني ته نیږدې سرچینو ویلي چې دغه پیغام په پخواني ولسمشر غني پورې اړه نلري او یاده فیسبوک پاڼه هیک شوې ده.

د ولسمشر غني د نظام تر سقوط وروسته یو ځل غنی له خپلې فیسبوک پاڼې ولس ته پو پیغان خپور کړی ؤ، تر هغه پیغام وروسته بیا یاده فیسبوک پاڼه د فیسبوک له صفحې ورکه شوه، کله چې بیا د ولسمشر غني پاڼه پیدا شوه  یاد پیغام یې خپور کړ؛ خو وروسته جوته شوه چې د پخواني ولسمشر اشرف غني فیسبوک پاڼه هیک شوې ده.

 

Leave a reply