اردوغان وايي چې امریکا باید د افغانستان په څېر خپل سرتېري له عراق او سوریې هم وباسي

0
196

اردوغان وايي چې امریکا باید د افغانستان په څېر خپل سرتېري له عراق او سوریې هم وباسي

اردوغان ویلي، که چېرته غواړو ټوله نړۍ سوله او ثبات ته ورسېږي نو ټولو ته باید اجازه ورکړل شي چې د خپل هېواد چارې په خپلواکه توګه په خپله پر مخ بوځي.

 

(2021 / 9 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي چې امریکا باید د افغانستان په څېر خپل سرتېري له عراق او سوریې هم وباسي.

نوموړي له سي‌بي‌اس سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، چې که چېرته دا د ده په لاس کې وای نو امریکایي سرتېري به یې په هغه ډول له عراق او سوریې هم ایستلي وای په کوم ډول چې له افغانستانه ووتل.

اردوغان ویلي، که چېرته غواړو ټوله نړۍ سوله او ثبات ته ورسېږي نو ټولو ته باید اجازه ورکړل شي چې د خپل هېواد چارې په خپلواکه توګه په خپله پر مخ بوځي.

اردوغان د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی به په سوریه کې خپل نظامي حضور وساتي کنه وویل، باید صادقانه ووایي، دوی هیڅکله په هغه ځای کې نه پاتې کېږي چېرته چې خلک ورته اړتیا ونه لري او هرکلی یې ونشي.

Leave a reply