پخوانی امریکايي نظامي چارواکی:  د افغانستان پۀ اړه باید لۀ امریکايي نظامیانو څخه پوښتنې وشي 

0
205

پخوانی امریکايي نظامي چارواکی:  د افغانستان پۀ اړه باید لۀ امریکايي نظامیانو څخه پوښتنې وشي 

میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې.

 

(2021 / 11 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکایي پوځ یو متقاعد ډګروال اندرو میلبرن له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، په هغه صورت کې چې د امریکا پوځي چارواکي پوهېدل چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي نو باید د بایډن د تصمیم د بې ځایه سرتمبګي پر وړاندې درېدلي وای او په ډېر عزت یې استعفا وړاندې کړې وای.

میلبرن د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر بایډن او د هغه پر ناکامو پوځي چارواکو ور اچولی دی او زیاته کړې یې ده چې امریکا باید دومره په اساني د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې نه وای بربادې کړې.

اړوند موضوعات: 

د امریکا کانګرېس د افغانستان پۀ اړه د امریکا د ماموریت څېړنې پیل کړې دي 

هغه ټینګار کړی دی چې افغانستان نه یوازې د امریکا بلکې د نورو هېوادونو لپاره هم ډېر مهم دی او سپینې ماڼۍ دا ستراتیژیک هېواد په خیرات کې خپلو رقیبانو ته پرېښود او هلته یې کړي لګښتونه له خاورو سره خاورې کړل.

Leave a reply